د اسرائیل رژیم په فلسطینی اسیرانو باندې ډوډۍ بنده کړه
Feb 02, 2023 03:02 Asia/Kabul
د صهیونیست رژیم د امنیت وزیر په یوه غیرانساني اقدام کې فلسطیني اسیرانو ته د ډوډۍ ورکړه ممنوع اعلان کړ.
بن ګویر چي د مسلمانانو سره په دښمنی کې مشهوره دی او اوس د نتانیاهو له لورې د اسرائیل د رژیم د امنیت وزیر په توګه ګمارل شوی په یوه غیرانساني اقدام کې اعلان وکړ چي فلسطیني اسیرانو ته د ډوډۍ ورکړه بنده کړې ده.
هغه ویلې چي فلسطیني اسیرانو ته د هر ډول سهولت د ورکولو د مخنیوی دنده لري.
دغه جنایتکار صهیونیست زیاته کړې: فلسطیني اسیران باید اعدام شي، او د اعدام تر وخته پورې باید هغوی سره، د ورانکاره په توګه چلند وشي.
اوس مهال د ښځو او ماشومانو په شمول ۴۸۰۰ فلسطینیان د صهیونیست رژیم له لورې اسیران نیول شوي او په زندانونو کې ساتل کیږي.
ټیګونه