د صیهونیسټ رژیم جنګي الوتکو د غزې په تړانګه برید کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i127308-د_صیهونیسټ_رژیم_جنګي_الوتکو_د_غزې_په_تړانګه_برید_کړي
راپور زیاتوی چی صهیونیسټي الوتکو د مقاومت د ځواکونو یوه سیمه په پنځو توغندیو وویشتله
(last modified 2023-02-03T06:04:32+00:00 )
Feb 03, 2023 10:28 Asia/Kabul
  • د صیهونیسټ رژیم  جنګي الوتکو د غزې په تړانګه برید کړي

راپور زیاتوی چی صهیونیسټي الوتکو د مقاومت د ځواکونو یوه سیمه په پنځو توغندیو وویشتله

فلسطیني رسنیو نن سهار خبر ورکړ چې اسرائیلي جنګي الوتکو د غزې تړانګې پر مرکز برید کړی دی.

د فلسطین شهاب خبری آژانس خبر ورکړ چې د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې تړانګې په ختیځ ولایت الوسطي باندې برید وکړ.

د دغه رپوټ له مخې په دغه برید کښې د الوسطی ولایت په ختیځ کښې یوه زراعتی سیمه په نښه شوي.

راپور زیاتوی چی  صهیونیسټي الوتکو د مقاومت د ځواکونو یوه سیمه په پنځو توغندیو وویشتله

صهیونیسټ رژیم ادعا کړې ده چې دغه حمله یې د غزې له تړانګې څخه د دغې تړانګې په مربوطاتو باندې د توغندیو د ویشتلو په غبرګون کښې کړې ده.

د صهیونیسټي پوځ په لنډه بیانیه کښې راغلي دي چې د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلو په لور یو توغندی وتوغول شوي.

.