امریکا پر لبنان خپله غوښته نشي تپلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i127362-امریکا_پر_لبنان_خپله_غوښته_نشي_تپلی
د لبنان د حزب ا... غورځنګ داجرائي شورا مرستیال مشر ووئيل، امریکا د ولسمشرۍ په موضوع یا نورو مسئلو کې پر لبنان  خپله غوښته نشي تپلی.
(last modified 2023-02-04T19:55:38+00:00 )
Feb 04, 2023 11:59 Asia/Kabul
  • امریکا پر لبنان خپله غوښته نشي تپلی

د لبنان د حزب ا... غورځنګ داجرائي شورا مرستیال مشر ووئيل، امریکا د ولسمشرۍ په موضوع یا نورو مسئلو کې پر لبنان  خپله غوښته نشي تپلی.

المینار خبری چینل راپور ورکړ، د لبنان دحز با ...غورځنګ داجرائي شورا مرستیال مشر شیخ علی دعموش دجمعې لمانځه  په خطبو کې  ووئيل،  امریکا دخپلو او صهیونیسټ رژيم  دګډو او په لبنان کې د خپلو موخو په تامینولوپسې ده.

شیخ دعموش روښانه کړه،نن سبا اقتصاد او معیشت د لبنانیانو ترټولو لویه اندیښنه ده او دډالرو دبیّې  او انفلیشن زیاتیدا پر ښاریزو بې مخینې دباؤنه زیاتوي او د دوي کړاؤ او دردونه ئې  نوره هم زیات کړي دی او دا بحران د لبنان په ضد د امریکا دکلابندۍ د دوام او د حل لارې د نه شتون په سیوري کې  لازیاتیږي.

هغه دې ته په اشارې سره چې ځینو بهر سره  هیلې تړلی دي څو د دوي لپاره کومه حل لاره پيدا کړي،ووئیل؛امریکا  دبهرنیو لوبغاړو په سر کې ده او  لبنان ته ئې تګ راتګ هیڅکله هم لبنان او لبنانیانو په ګټه نه دی،ځکه امریکا  د لبنانیانو لپاره ګټې په نظر کې نه نیسي او نه غواړي،په لبنان کې یو قدرتمند،شجاع اوم لی ولسمشر وجود ولرل شي. دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دغه لوړپو ړي چارواکي ووئیل، که امریکا خیال کوي،ددباؤپه اعمالولو او په هیواد کې د اړئ ګړئ په رامینځة کولوسره  د ولسمشرۍ په موضوع او یا نورو مسئلو کې پر لبنانیانو باندې خپلې  غوښتې تپلې شي، نو سخت تیروتي دي. هغه ووئيل،که څه هم امریکا لبنان کلابند کړی دی او دبندیزونو په اعمالولو او د مرستو په مخنیوی سره  په هیواد کې مشکلات رامینځة کولی شي ،خو هیڅکله هم  خپلې غوښتې پر لبنانیانو نشي تپلی او لبنانیان به ورته د خپلې مرضئ دکار کولو اجازت هڅکله هم ورنکړي.