د سوریې خارجه وزیر:
د امریکې ظالمانه بندیزونه زلزله ځپلو سره د مرستو مخنیوی کوي
د سوریې په شمالې سیمو کې له زوروې زلزلې وروسته چي له دوه زره زیات کسانو ته یې مرګژوبله اړولې د سوریې خارجه وزیر ویلي چي د امریکې ظالمانه بندیزونه زلزله ځپلو سره، د مرستو خنډ ګرځېدلی دی.
اروپایي اتحادیې او امریکا له ۲۰۱۱ میلادي کال را په دې خوا، په سوریې کې له ترهګرو څخه د ملاتړ او د دې هیواد د حکومت د کمزوري کولو په هدف، په سوریې باندې پراخ بندیزونه ولګول.
د سوریې خارجه وزیر فیصل مقداد نن د دې هیواد په پلازمینه کې د نړیوالو اداراتو او ملګرو ملتونو له استازو سره په غونډه کې وویل چي د امریکې له لورې لګول شوي بندیزونه د زلزلې او طبیعي بلاو د ناوړه پایلو د زیاتوالې لامل ګرځېدلی دی.
هغه زیاته کړه: د سوریې د حکومت ټول ارګانونه د دې هیواد د ولسمشر بشار اسد په حکم سره، زلزله ځپلو سره د نړیوالو اداراتو د مرستو په لړ کې پوره پوره همکاریو ته تیار شوی دی.