سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i127656-سعودي_عربستان_په_یمن_باندې_بریدونو_ته_دوام_ورکړی
سبا خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان ائتلاف په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د یمن په الحدیده ولایت د توپونو ډزې، توغندوي او هوايي حملې کړي دي او په دغه ولایت کښې یې اته دیرش ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي.
(last modified 2023-02-09T05:22:02+00:00 )
Feb 09, 2023 08:05 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی

سبا خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان ائتلاف په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د یمن په الحدیده ولایت د توپونو ډزې، توغندوي او هوايي حملې کړي دي او په دغه ولایت کښې یې اته دیرش ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي.

د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې د یمن د ولسي کمیټیو او د پوځ د عملیاتو کوټې وویل د الحدیده ولایت په بیلابیلو سیمو باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د توپونو ډزو او راکټي حملو دوام لرلی او عربستان د حیس او د جبلیه ولسوالیو په ځینو سیمو باندې بریدونه کوي.

له دې مخکې د یمن د لومړي وزیر د دفاعي او د امنیتي چارو مرستیال جلال الرویشان ویلي وو چې نه د جنګ او د نه سولې حالت یو ګواښ دی او زمونږ تکیه د یمن د ملت او د چارواکو په اتحاد باندې ده.

د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط هم ویلي وو چې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د اوربند په بیا بیا خلاف ورزیو سره اوربند له مینځه تللی دی.

د یمن پرضد د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو په جنګ کښې تراوسه شپاړس زره کسان وژل شوي په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونو نور  کډوال شوي هم دي.