په سوریې کښې د زلزلې اوسنی حالت غمیزه ده
(last modified Sat, 11 Feb 2023 07:03:47 GMT )
Feb 11, 2023 11:33 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې د زلزلې اوسنی حالت غمیزه ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو ویاند اسټیفان ډوجاریک وویل د زلزلې په نتیجه کښې د سوریې حالت غمیزناک دی.

هغه بیګا وویل بایکاټونه باید په سوریې کښې اړمنو کسانو ته د  مرستو د ورتلو خنډ نشي او هغه شی چې غواړو ویې نه وینو د سوریې  لپاره د ضرورت وړ مرستو سیاسي کیدل دي.

ډوجاریک دې ته په اشارې سره چې د ملګروملتونو غړي هیوادونه او خصوصي برخه باید ډیره سخي شي وویل سوریې ته د مرستو په استولو کښې د چټکتیا لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا د غړیو ترمینځ پرله پسې خبرې روانې دي.

د ملګروملتونو ویاند اسټیفان ډوجاریک په دې خبرې باندې ټینګار سره هغه کسان چې زلزلې ورته تاوانونه رسولي دي ستر نړیوال پیوستون ته ضرورت لري وویل سوریې ته د مرستو په رسولو کښې د چټکیا او د مرستو د اندازې د زیاتولو لپاره کار کوو او مونږ د سوریې له ټولو سیمو سره  مرسته کوو.

په عین حال کښې د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ویاندې مارګریټ هریس بیګا په سوریې کښې د زلزله ځپلیو د حالت په هکله وویل په دغه هیواد کښې  شرایط ډیر سخت دي ځکه چې په زلزلې سربیره ډیرې ساري ناروغۍ هم شته.

هریس په دې خبرې سره چې سیاست باید له بشر دوستانه مرستو څخه جلا کړو وویل مونږ په سوریې کښې د زلزله ځپلیو د ضرورتونو د پوره کولو او د بیا رغونې د عملیاتو لپاره مالي مرستو ته ضرورت لرو.

د سوریې چارواکي وايي چې د امریکا یواړخیزه بندیزونه له خلکو سره د مرستې په لاره کښې تر ټولو ستر خنډونه دي.