د نړۍ خلک د سوریې پرضد د بندیزونو ختمیدل غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i127808-د_نړۍ_خلک_د_سوریې_پرضد_د_بندیزونو_ختمیدل_غواړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین د یوې موسسې د نظر سنجې نتیجې د سوریې د بایکاټونو د لغو کیدا پر ضرورت د نړۍ د اکثرو خلکو د ټینګار ښودنه کوي.
(last modified 2023-02-12T04:18:20+00:00 )
Feb 12, 2023 08:36 Asia/Kabul
  • د نړۍ خلک د سوریې پرضد د بندیزونو ختمیدل غواړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین د یوې موسسې د نظر سنجې نتیجې د سوریې د بایکاټونو د لغو کیدا پر ضرورت د نړۍ د اکثرو خلکو د ټینګار ښودنه کوي.

د چین د نظر سنجې موسسې« سي جي ټي این» پرون وویل د نړۍ څلور نوي اعشاریه نهویشت فیصده خلک د سوریې له زلزله ځپلیو سره د مرستې د رسولو د اسانتیا لپاره د دمشق پرضد د امریکا د بایکاټونو د لغو کیدا غوښتونکي دي.

د چین د نظر سنجې موسسې سي جي ټي این په یوه راپور کښې د یوې نظر سنجې نتیجې خپرې کړې او ویې ویل د نړۍ څلور نوي اعشاریه دوه پنځوس فیصده خلک د سوریې پرضد د امریکا د بایکاټونو په هکله ناهیلي څرګندوي.

په داسې حال کښې چې د سوریې زلزله ځپلي خلک د امکاناتو د نشتون په وجه له مرګ او سختو مشکلاتو سره مخ دي امریکا د سوریې د تیلو ډیرې څاګانې نیولي دي او هماغه راز د سوریې اتیا فیصده تیل د امریکا په لاس کښې دي.

امریکا د نړیوالو عمومي افکارو د دباو په وجه د سوریې د خلکو پرضد ځینې لګیدلي بندیزونه تر یوسل اتیا ورځو پورې لغو کړل خو بار وړونکي الوتکې د سوریې په هوايي ډګرونو باندې د کوزیدا لپاره هماغه راز له مشکل سره مخامخ دي.

بل خبر دا چې د سوریې د هوايي چلند ادارې مشر باسم منصور وویل چې تراوسه له مرستو بار شپیته الوتکې د سوریې په هوايي ډګرونو باندې کوزې شوي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت د زلزلې له پیل څخه سوریې ته زیاتې مرستې استولي دي چې د ځپلیو خلکو مشکلات کم کړي.