د صهیونیستي پوځیانو د ډزو له امله یو فلسطیني شهید شو
د فلسطین روغتیا وزارت، د صهیونیستي پوځیانو په ډزو کې د یوه فلسطیني د شهادت خبر ورکړ.
د المیادین ټلویزیوني چینل د راپور له مخې، د فلسطین روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۱۷ کلن «محمود ماجد محمد العایدي» د اردن سیند لویدیځې غاړې په شمال کې د الفارعه په کمپ کې د نیواکګرو ځواکونو له خوا په ډزو سره ټپي شوی وو چې د سختو ټپونو له امله په شهادت ورسېد.
د فلسطین روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ میلادی کال له پیله تراوسه، صهیونیستي پوځیانو او ښارګوټه مېشتو څه دپاسه ۴۵ فلسطینیان شهیدان کړي دي.
په نیواکګرو سیمو په تېره بیا په لوېدیځه غاړه کې په دې ورځو کې حالات ډېر ځانګړي دي او فلسطیني سرتېري د صهیونیستیانو بې شمېره جنایتونو ته په هرډول سره ځواب وايي، همدې کار د غاصب صهیونیستیانو لپاره ځانګړي شرایط رامنځته کړي دي .