دوښمانانو د یمن پرضد جنګ کښې ماتي خوړلي ده
العهد خبري سایټ راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي وویل د هیواد د خلکو د ارادې د ماتولو لپاره د دوښمانانو هڅو له کلونو کلونو تیریو ، کلابندیو او جنګ سره سره ماتي خوړلي دي.
هغه وویل د یمن پرضد په وروستیو جنایتونو او تیریو کښې امریکا د قومندنۍ رول درلود او متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان اجرايي رول پرغاړه درلود.
عبدالملک الحوثي ډاګینه کړه د سعودي عربستان د ائتلاف جنایتونه له لومړیو څخه په یمن باندې تیریو، د بې ګناه خلکو په وژلو ، د کورونو او د بیخ بنایي تاسیساتو په ورانولو او د یمن پرضد په هراړخیزه کلابندۍ سره پیل شول او وروسته یې هم د یمن د میلیونونو خلکو له لوږې سره د مخامخ کولو په سیاست سره دوام وکړ.
هغه په یمن کښې د کړکیچ د حل لپاره د مینځګړي هیوادونو هڅې ته په اشارې سره وویل امریکا د عمان هیواد د هڅو له ماتي سره د مخامخ کولو هڅه کوي او واشنګټن کوشش کوي چې سعودي عربستان له هر ډول موافقې لیرې وساتي او دغه خبره هیڅکله د منلو وړ نه ده.
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي وویل هغه عرب هیوادونه به چې له صهیونیسټ رژیم یې اړیکې عادي کړي دي له ذلت او بې شرمۍ پرته بل هیڅ نتیجه ترلاسه نکړي او دغه عرب هیوادونه د فلسطین د خلکو پرضد ظلم او کړاو کښې د نیواکګرانو په جرمونو کښې شریک ګڼل کیږی.
متحده عربي اماراتو، بحرین، سوډان او مراکش هیوادونو د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ تر څارنې لاندې په دوه زره شلم میلادي کال کښې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو «ابراهم» په نوم موافقه لاسلیک کړي ده او له تل اویو سره یې خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي دي.