روسیې صهیونیستي رژیم ته خبرداری ورکړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i128790-روسیې_صهیونیستي_رژیم_ته_خبرداری_ورکړی_دی
په ملګروملتونو کې د روسیې د استازي لومړي مرستیال، د سوریې پروړاندې د صهیونیستي رژیم د اقداماتو او پوځي ګامونو په تړاو خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Mar 01, 2023 10:37 Asia/Kabul
  • روسیې صهیونیستي رژیم ته خبرداری ورکړی دی

په ملګروملتونو کې د روسیې د استازي لومړي مرستیال، د سوریې پروړاندې د صهیونیستي رژیم د اقداماتو او پوځي ګامونو په تړاو خبرداری ورکړ.

د صهیونیستي رژيم جنګي الوتکو د فبرورۍ میاشتې د ۱۹ نېټې په سهار، د سوریې له هوايي حریم څخه په تېرېدو سره د دغه هېواد په سویل کې پر ځینو سیمو بریدونه وکړل چې له امله یې په دمشق او شاوخوا سیمو کې لږترلږه ۲۰ سوري وګړو ت مرګ ژوبله واوښته.

د ایرنا د راپور له مخې، په ملګرو ملتو کې د روسیې د استازي لومړي مرستیال دیمیتري پولیانسکي، په سوریې کې د صهیونیستي رژیم د پوځي خپل سرو ګامونو پایلې په اړه خبرداری ورکړ او وویل چې  هېواد یې په کلکه دغه ګامونه غندي.

پولیانسکي په سوریې باندې د صهیونیستي رژیم وروستیو هوايي تېریو ته په اشارې سره، دغه ډول کړنې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله او د مخنیوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ .

په ملګروملتونو کې د روسیې د استازي لومړي مرستیال ټینګار وکړ چې د سوریې پرضد د صهیونیستي پوځیانو هر ډول جنایت به د ټولې سیمې لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري .

په تېرو یوولسو کلونو کې صهیونیستي رژیم په کراتو د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه په سرغړونې سره پر دغه هېواد بریدونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تراوسه د صهیونیستي رژیم د دغو جنایتونو پروړاندې کوم ځانګړی ګام نه دی اخیستی .