عربستان په یمن بیا بریدونه کړي دي
العهد خبري سایټ راپور ورکړ د یمن سرچینو په صعده ولایت کښې په «رازخ» ولسوالۍ کښې په سرحدي سیمو باندې د سعودي عربستان د جنګي الوتکو د بیا بریدونو خبر ورکړ.
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو، بریتانیا او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له دوه زه پینځلسم میلادي کال راهسې د یمن مظلوم هیواد پرضد تیریو او حملو ته دوام ورکړی چې تراوسه پکښې په سلګونو زره کسان مړه او ژوبل شوي او څلور میلیونه خلک کډوال شوي هم دي.
د سعودي عربستان جنګي الوتکو پرون سهار د یمن په صعده ولایت کښې په «شدا» سرحدي سیمې بمبارې وکړې او له کبله یې درې ملکي وګړي ووژل شول.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بشري حقوقو وزیر علي الدیلمي دغو بریدونو ته په غبرګون کښې وویل د نړیوالې ټولنې د چپتیا په سیوري کښې په سرحدونو کښې د سعودي عربستان د دوښمن جنایتونه په هرې ورځې پیښې بدل شوي دي.