د امریکا د پوځیانو د ایستلو په هکله شک نلرو
المعلومه خبري اژانس راپور راکړی د عراق په پارلمان کښې د الفتح ائتلاف استازي کریم علیوي وویل د امریکا د عسکرو په ایستلو کښې به هیڅ شک ونکړو.
د امریکا دفاع وزیر لئونیډ اسټین په یوه نه اعلان شوي سفر عراق ته تللی دی.
هغه عراق ته په رسیدا سره وویل زه په بغداد کښې یم چې د عراق د ډیرې واکمنۍ او د ثبات او د امنیت په لړ کښې د امریکا او د عراق سټراټيژیک شراکت پیاوړی کړم .
د عراق په پارلمان کښې د الفتح ائتلاف استازي کریم علیوي وویل په هیواد کښې د امریکا د پوځیانو د شتون د دوسیې د ختمولو لپاره په ولسي او سیاسي سویو هڅې دوام لري او د واشنګټن د عسکرو د ایستلو په هکله به هیڅ شک نه وی.
هغه وویل له عراق څخه د امریکا د ټولو پوځيانو د ایستلو په هکله د مقاومت ډلو، د ولسي ځواکونو او د سیاسي ګوندونو ترمینځ یوشان نظر شته او که داسې ونشي نو د امریکا د پوځیانو د ایستلو لپاره به نورې لارې په اجنډا کښې شاملې کړو.