امریکا د سوریې التنف سیمې ته نور ترهګر استولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129390-امریکا_د_سوریې_التنف_سیمې_ته_نور_ترهګر_استولي_دي
سانا خبري اژانس راپور ورکړ د سوریې سرچینو د حمص ولایت په التنف سیمه کښې د امریکا غیرقانوني اډې ته د داعش ترهګرې ډلې د غړیو د انتقال خبر ورکړ.
(last modified 2023-03-13T02:35:51+00:00 )
Mar 13, 2023 07:00 Asia/Kabul
  • امریکا د سوریې التنف سیمې ته نور ترهګر استولي دي

سانا خبري اژانس راپور ورکړ د سوریې سرچینو د حمص ولایت په التنف سیمه کښې د امریکا غیرقانوني اډې ته د داعش ترهګرې ډلې د غړیو د انتقال خبر ورکړ.

د امریکا ځواکونو له تیرو کلونو راهسې د داعش ترهګرې ډلې ګڼ شمیر غړي له خپلو غیر قانوني اډو څخه د سوریې التنف نیواکي سیمې ته انتقال کړي دي او د پوځي روزنې له ورکولو وروسته یې هغوې  د سوریې په صحرايي سیمو کښې دیره کړي چې د سوريې د پوځ د مرکزونو او د ملکي خلکو پرضد ترهګرې حملې وکړي.

د امریکا نیواکګرو عسکرو د داعش ترهګرې ډلې یو شمیر غړي د سوریې په  شمال ختیځ کښې په الحسکه ښار کښې له «ثانویه صنعتي» زندان څخه د دغه ښار په جنوب کښې په «الشداد» او «میدان العمر» کښې خپلو غیرقانوني اډو ته انتقال کړل.

د سوریې ځايي سرچینو وویل د داعش ترهګرې ډلې غړي به له دې وروسته د عراق او د اردن سرحدونو ته نږدې د سوریې په ختیځ کښې د حمص ولایت په ختیځ کښې په التنف سیمه کښې د امریکا د دفاع وزارت لخوا د رامینځته شوي غیر قانوني اډې ګاونډ ته انتقال شي.

د دوه زره اولسم میلادي کال په سپتمبر میاشت کښې په سوریې کښې د امریکا د پوځي مټ په توګه د داعش ترهګرې ډلې په ماتي خوړلو سره د امریکا پوځیان نیغ په نیغه د هغوې ځاې ناستي شول او دقیقا له هماغه وخت راهسې یې  د داعش پرځاې د سوریې د تیلو او د سرچینو استخراجول او غلا کول پیل کړل.