په نابلس ښار کی یو فلسطیني ځوان په شهادت رسېدلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130246-په_نابلس_ښار_کی_یو_فلسطیني_ځوان_په_شهادت_رسېدلی
یو فلسطیني ځوان د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د نابلس په ښار کې د صهیونیستیانو د ډزو او د سختو ټپونو له امله شهید شو.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Mar 28, 2023 10:18 Asia/Kabul
  • په نابلس ښار کی یو فلسطیني ځوان په شهادت رسېدلی

یو فلسطیني ځوان د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د نابلس په ښار کې د صهیونیستیانو د ډزو او د سختو ټپونو له امله شهید شو.

د فلسطین الیوم خبري سایټ د راپور له مخې، د نابلس ښار اوسیدونکی ځوان فلسطینی ځوان«عمیر لوله» د روان کال د فبرورۍ په ۲۲م نېټه په دغه ښار باندې د اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو په برید کې په ډزو سره ژوبل شوی وو چې نن د سختو ټپونو له امله په شهادت ورسېد.

له بل لوري، د دوشنبې په ماښام د «عقبه جبر» پر کمپ باندې د صهیونیستي پوځیانو د وسله وال برید له امله، شپږ فلسطینیان ژوبل او دوه تنه نور ونیول شول. په دغه برید کې اسرائیلي پوځیانو پر فلسطینیانو او د هغوی پر کورونو ګولۍ او زهرجن ګاز وشیندل.

د اریحا د روغتون مشر ناصر عناني ویلي دي چې د عقبه جبر پرکمپ باندې د اسرائیلي ځواکونو د برید په ترڅ کې د یوه ماشوم په ګډون څلور تنه فلسطینیان د جنګي مرمۍ او یو شمیر نور د ربړي د فلزي مرمۍ له امله ټپیان شوي دي.