د شهیدانو وینه د مسجدالاقصی د هویت ساتونکې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130478-د_شهیدانو_وینه_د_مسجدالاقصی_د_هویت_ساتونکې_ده
د حماس ویاند ټینګار وکړ چې د فلسطین د ولس د اولادونو وینه به د مسجدالاقصی فلسطیني، عربي او اسلامي هویت وساتي
(last modified 2023-04-01T08:04:34+00:00 )
Apr 01, 2023 12:32 Asia/Kabul
  • د شهیدانو وینه د مسجدالاقصی د هویت ساتونکې ده

د حماس ویاند ټینګار وکړ چې د فلسطین د ولس د اولادونو وینه به د مسجدالاقصی فلسطیني، عربي او اسلامي هویت وساتي

د صهیونیسټي رژیم پوځیانو تیره شپه مسجدالاقصی ته څیرمه هغه فلسطیني ځوان په ډزو شهید کړ چې غوښتل یې یوه فلسطیني ښځه چې نیواکګرو پرې حمله کړې وه، وژغوري.

د حماس ویاند حازم قاسم د صهیونیسټانو د دغه جنایت په غبرګون کښې په یوې وینا کښې وویل: د مسجدالاقصی مخې ته د دغه فلسطیني ځوان شهیدول د فلسطین د ولس او مقدساتو خلاف د صهیونیسټي رژيم د دیني جنګ یوه برخه ده.

هغه زیاته کړه: نیواکګر رژیم هڅه کوي چې د رمضان د مبارکې میاشتې د دویمې جمعې په لمانځه کښې د پراخ او ولوله ناک شتون په وجه د فلسطین له ولسه غچ واخلي خو د فلسطیني ولس د اولادونو وینه به د نیاکګر رژيم د صهیونیسټ سازۍ د سیاست خلاف د مبارزې لمبه لا غرغنډه کړي او د مسجدالاقصی فلسطیني، عربي او اسلامي هویت به وساتي.