په انګلستان کې د صهیونیستي رژیم پرضد مظاهرې وشوې
د انګلستان په څو ښارونو کې د صهیونیستي رژیم پرضد مظاهرې وشوې.
د ایرنا د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم د وحشیانه جنایتونو پروړاندې د لاریونونو په دوام کې پرون د برتانیې د مختلفو طبقو د فلسطینیانو په سلګونو پلویانو او د صهیونیستي ضدو ډلو غړو د انګلستان په څو ښارونو کې مظاهرې وکړې.
د انګلستان په څو ښارونو کې لاریونکوونکو د صهیونیستي رژیم پرضد او د فلسطین د آزادۍ په ملاتړ شعارونه ورکړل .
صهیونیستي رژیم په تېرو څو ورځو کې پر الاقصی جومات برید وکړ او یوشمیر فلسطینیان یې د روژې په مبارکه میاشت کې یې د لمانځه پر مهال یوشمېر لمونځ کوونکي ونیول .
د صهیونیستي رژیم پوځیانو، بیت المقدس او الاقصی جومات ته د فلسطینیانو د ننوتلو د مخنیوي لپاره په خاصه توګه د روژې په مبارکه میاشت کې سخت بندیزونه او امنیتی تدبیرونه وضع کړل.