په انګلستان کې د صهیونیستي رژیم پرضد مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130494-په_انګلستان_کې_د_صهیونیستي_رژیم_پرضد_مظاهرې_وشوې
د انګلستان په څو ښارونو کې د صهیونیستي رژیم پرضد مظاهرې وشوې.
(last modified 2023-04-01T23:55:54+00:00 )
Apr 02, 2023 04:22 Asia/Kabul
  • په انګلستان کې د صهیونیستي رژیم پرضد مظاهرې وشوې

د انګلستان په څو ښارونو کې د صهیونیستي رژیم پرضد مظاهرې وشوې.

د ایرنا د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم د وحشیانه جنایتونو پروړاندې د لاریونونو په دوام کې پرون د برتانیې د مختلفو طبقو د فلسطینیانو په سلګونو پلویانو او د صهیونیستي ضدو ډلو غړو د انګلستان په څو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

د انګلستان په څو ښارونو کې لاریونکوونکو د صهیونیستي رژیم پرضد او د فلسطین د آزادۍ په ملاتړ شعارونه ورکړل .

صهیونیستي رژیم په تېرو څو ورځو کې پر الاقصی جومات برید وکړ او یوشمیر فلسطینیان یې د روژې په مبارکه میاشت کې یې د لمانځه پر مهال یوشمېر لمونځ کوونکي ونیول .

د صهیونیستي رژیم پوځیانو، بیت المقدس او الاقصی جومات ته د فلسطینیانو د ننوتلو د مخنیوي لپاره په خاصه توګه د روژې په مبارکه میاشت کې سخت بندیزونه او امنیتی تدبیرونه وضع کړل.