د صهیونیسټ رژیم بریدونو ته به ځواب ورکړل شي
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس او جهاد اسلامي غورځنګونو په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژیم حملو ته په غبرګون کښې خبرداری ورکړ دغو بریدونو ته به ځواب ورکړل شي.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند خازم قاسم په دې خبرې سره چې صهیونیسټ نیواکګران د مذهبي او د تلمودي جنګ په حال کښې دي چې د الاقصی جومات په هویت یې برید کړی دی ټینګار وکړ د فلسطین خلک او مقاومت ډلې به صهیونیسټ جنایتکار رژیم ته د الاقصی سپیڅلي جومات پرضد د خپلو جنایتونو په خاطر سزا ورکړي.
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد الهندي هم وویل د فلسطین خلک به په الاقصی جومات باندې د اسرائیلو رژیم له ټولو حملو سره مقابله وکړي.
بل خبر دا چې په ملګروملتونو کښې د فلسطین استازي ریاض منصور وویل د الاقصی جومات د وخت او د ځاې ویشل چې صهیونیسټ نیواکګران او صهیونیسټ ښارګي میشته خلک د هغه په تپلو پسې دي نه منو.
هغه د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ او امنیت شورا ته د لیکونو په استولو سره په الاقصی جومات باندې د اسرائیلو د نیواکګرانو تیري وغندل او په دغه سپیڅلي جومات کښې د لمونځ ادا کولو لپاره یې د فلسطین د ملت په حق ټینګار وکړ.