اسماعیل هنیه د مقاومت د لارې په دوام ټینګار وکړ
Apr 07, 2023 00:44 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه بیګا په نیواکي ټاټوبو کښې روانونو بدلونونو ته په غبرګون کښې په ټولو توان سره د الاقصی جومات د دفاع او د مقاومت د لارې په دوام ټینګار وکړ.
اسماعیل هنیه په الاقصی جومات باندې د څاروي ډولو حملو بشپړه مسوولیت صهیونیسټ رژیم ته متوجه وباله او ټینګار یې وکړ د فلسطین ملت او مقاومت ډلې به هیڅکله د دغه څاروي ډوله جنایتونو په وړاندې غلي کې نني.
هغه وویل هیڅکله صهیونیسټ نیواکګر رژیم ته اجازه نه ورکوو د قدس د یهودي کولو او د الاقصی جومات د ویشلو پلان مخ ته بوځي.
ټیګونه