لبنان د اسرائیلو د اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له تاوتریخوالو څخه د ډکو نیتونو په هکله چې نړیوال امنیت او سولې ته ګواښ کوي خبرداری ورکړ.
د لبنان له خاورې په نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو باندې له راکټي حملې وروسته د لبنان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کښې وویل لبنان په خپل هیواد کښې د ملګروملتونو له سوله ساتي ځواکونو یونیفل سره ملګرتیا کولو او د ثبات او د ارامښت د بیرته ستنولو لپاره د مناسبو تدبیرونو غوره کولو ته چمتو دی.
د فلسطین د اطلاعاتو مرکز وویل د نیواکي فلسطین په شمال کښې په کرمئیل سیمه کښې پناه ځایونه په کامل ډول د صهیونیسټانو لپاره پرانیستل شوي دي.
رسنیو بیګا شپې د لبنان له خاورې څخه د نیواکي فلسطین په شمال کښې په صهیونیسټ میشته ښارګیو د ګڼ شمیر راکټونو د ویشتل کیدا خبر ورکړ.