د فلسطین ډلو د اسرائیلو له اقداماتو سره مقابله وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین رسنیو د غزې تړانګې په فضا کښې د صهیونیسټ رژیم له تیریګرو جنګي الوتکو سره د مقاومت ډلو د هوايي دفاع سیسټم د مقابلې کولو خبر ورکړ.
ویل کیږي چې د صهیونیسټ تیریګر رژیم جنګي الوتکو پرون د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس سیمې په ختیځ کښې د مقاومت ډلو په مرکزونو څو ځله حملې وکړې.
خبري سرچینو له دې مخکې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د پیلیدا په اعلان سره په دغه سیمه کښې د څو بم چاودنو د اوریدا خبر ورکړی و.
د صهیونیسټ رژیم رسنیو هم د دغو بریدونو په تائیدولو سره وویل د اسرائیلو رژيم جنګي الوتکو په غزې تړانګې کښې د مقاومت ډلو په مرکزونو باندې بمبارې کړي دي.
بل خبر دا چې د فلسطین د حماس غورځنګ مشر اسماعیل هنیه او ورسره پلاوي پرون بیروت ته په سفر سره د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ له مشر حسن نصر الله سره کتنه او خبرې کړي دي چې نور جزیات یې تراوسه نه دي خپاره شوي.