اسلامي ملګرتیا موسسه سبا بیړنۍ غونډه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130770-اسلامي_ملګرتیا_موسسه_سبا_بیړنۍ_غونډه_جوړوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ملګرتیا موسسې وویل د دغه موسسې غړي هیوادونه سبا د الاقصی جومات پرضد د اسرائیلي نیواکګرانو په تیریو باندې د غور لپاره بیړنۍ غونډه ترسره کوي.
(last modified 2023-04-06T21:34:10+00:00 )
Apr 07, 2023 02:02 Asia/Kabul
  • اسلامي ملګرتیا موسسه سبا بیړنۍ غونډه جوړوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ملګرتیا موسسې وویل د دغه موسسې غړي هیوادونه سبا د الاقصی جومات پرضد د اسرائیلي نیواکګرانو په تیریو باندې د غور لپاره بیړنۍ غونډه ترسره کوي.

دغه غونډه به چې د اردن او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو په غوښتنه جوړه شي په وروستیو څو ورځو کښې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو د تیریو او  حملو او هلته د اعتکاف کونکو او د لمونځ ګزارو په زوره د ایستلو په هکله غور وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا د اسلامي ملګرتیا موسسې له مشر ابراهیم طه سره په ټیلي فوني خبرو کښې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژیم په وروستیو تیریو باندې د غور لپاره د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.