د «جبل صبیح» د نښتو تلفات ۲۱۶ تنو ته ورسیدل
Apr 11, 2023 03:42 Asia/Kabul
د فلسطین هلال احمر په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې د جبل صبیح د نښتو تلفات ۲۱۶ کسانو ته رسیدلې دي.
د فلسطین هلال احمر په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې د جبل صبیح د نښتو تلفات ۲۱۶ کسانو ته رسیدلې دي.
د الجزیري ټیلیویژني چینل د رپورټ له مخې، د فلسطین هلالِ احمر پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: په جبل صبیح کښې د نننیو نښتو د تلفاتو شمیر له ۵۶ نه ۲۱۶ کسانو ته زیات شوي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د فلسطین خارجه وزارت په نابلس کښې له ښارګي جوړونې څخه د ملاتړ د لاریون په هکله خبرداری ورکړ او ویلې یې وو: د صهیونیسټي وزیرانو په شتون سره د لویدیځې غاړې په شمال کښې له ښارګي جوړونې څخه د ملاتړ لاریون یو شخړه رامینځته کوونکی او راپاروونکې اقدام دی.
ټیګونه