په فلسطین کې له روانو چارو څخه د امیر عبداللیهان اندېښنه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131098-په_فلسطین_کې_له_روانو_چارو_څخه_د_امیر_عبداللیهان_اندېښنه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کې د جلا جلا پیغامونو په استولو سره د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي  ته  په خطاب کې په فلسطینیانو باندې د اسرائیل د رژیم د جنایاتو په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-04-12T06:05:30+00:00 )
Apr 12, 2023 10:33 Asia/Kabul
  • په فلسطین کې له روانو چارو څخه د امیر عبداللیهان اندېښنه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کې د جلا جلا پیغامونو په استولو سره د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي  ته  په خطاب کې په فلسطینیانو باندې د اسرائیل د رژیم د جنایاتو په هکله خبرداری ورکړ.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه ته په استول شویو پیغامونو کې د فلسطینیانو وژله، د کورونو ورانول، نیول، ډبول او ټکوهل له نړیوالو اصولو او بشري حقوقو سره په ټکر کې وباله او په ټینګار سره یې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیست رژیم دغه جنایتونه په سخته غندي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د یادو پیغامونو په یوه برخه کې ویل شوی چي صهیونیستي رژیم په اوکراین جنګ باندې د نړیوالو له مشغولتیا او د بشري حقوقو د سازمانونو او مدعي هیوادونو له چوپتیا څخه په استفادې سره، د فلسطین د ولس په ضد یې خپل جنایات زیات کړي دي.

هغه همدارنګه د صهیونیست رژیم د جنایاتو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې او د اسلامي هیوادونو د سمدستي او کارنده اقداماتو په ضرورت باندې ټینګار کړی دی.

د ایران خارجه د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو د سازمان او نورو نړیوالو اداراتو له لورې د فلسطین په ضد د اسرائیل د رژیم له لورې د روانو تاوتریخوالو د ارزولو غوښتنه کړي ده.