د مسلمانانو اتحاد د ورځې ترټولو مهم ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131166-د_مسلمانانو_اتحاد_د_ورځې_ترټولو_مهم_ضرورت_دی
د عراق داهل سنت جماعت مشر  ټينګار ووکړ مسلمانان  اوس که د فلسطین په مقابل کې یو موټی شي، اسرائیلو  ته ماته ورکولی شي.
(last modified 2023-04-13T07:33:17+00:00 )
Apr 13, 2023 11:59 Asia/Kabul
  • د مسلمانانو اتحاد د ورځې ترټولو مهم ضرورت دی

د عراق داهل سنت جماعت مشر  ټينګار ووکړ مسلمانان  اوس که د فلسطین په مقابل کې یو موټی شي، اسرائیلو  ته ماته ورکولی شي.

دعراق د اهلسنت دعالمانو د ټولنې مشر د قدس او فلسطین مسئله یو ه اصلی موضوع وبلله او د صهیونیسټي رژيم د نابودۍ لپاره ئې د مسلمانانو پر اتحاد ټینګار وکړ.

سبا جمعې ورځ یعني د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د دقدس نړیواله ورځ نومول شوې ده.

زمونږخبریال  راپور راکړ، د عراق د اهلسنت دعالمانو دټولنې  مشر شیخ خالد الملا  ددې خبرې په کولو سره  دقدس موضوع، د درستو مسلمانانو یو شرعي حق ، دیني حق ، عقیدتي   حق او یو تاریخي حق دی ، ووئيل،وحشي صهیونیسټ رژيم  له داخله  دړې وړې کیدا او کمزورتیا سره مخ شوی دی او مسلمانان یوازې باید  سره متحد شي او  یوه خولۀ دریځ غوره کړي.

شیخ خالد الملا زیاته کړه ، حضرت امام خمینی ۴۴کاله پخوا د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس نړیواله ورځ نومولې  څو دغه پیغام  منتقل کړي چې  مسلمانان باید یو موټی امت شي.

د عراق داهل سنت جماعت مشر  ټينګار ووکړ مسلمانان  اوس که د فلسطین په مقابل کې یو موټی شي، اسرائیلو  ته ماته ورکولی شي.