حماس غورځنګ د ایران د ملاتړونو قدرونه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131300-حماس_غورځنګ_د_ایران_د_ملاتړونو_قدرونه_وکړه
فلسطین الیوم راپور ورکړ د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ د خپلو ټاټوبو د ازادولو لپاره د فلسطین او د هغه د ملت د مقاومت په ملاتړ کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو قدرونه وکړه.
(last modified 2023-04-15T06:59:40+00:00 )
Apr 15, 2023 11:04 Asia/Kabul
  • حماس غورځنګ د ایران د ملاتړونو قدرونه وکړه

فلسطین الیوم راپور ورکړ د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ د خپلو ټاټوبو د ازادولو لپاره د فلسطین او د هغه د ملت د مقاومت په ملاتړ کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو قدرونه وکړه.

د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته کلونو کښې د فلسطین د خلکو د ایډیل ملاتړ د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کښې د یوه لومړیتوب په توګه مطرح دی او له سټراټيژیک مقام څخه برخور دی.

د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ په یوې بیانیې کښې د قدس د نړیوالې ورځې د مراسمو په وخت د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د دریځونو په قدرونې سره وویل د قدس د نړیوالې ورځې په دستورو کښې د ایران د ولسمشر رئیسي وینا د فلسطین د مسلې په هکله د ایران د دریځ په هکله یو صادقانه بیان ګڼل کیږي.

د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ دغه راز له فلسطین، قدس او د مقاومت ډلو څخه چې د الاقصی جومات او د فلسطین د دفاع لپاره په ټولو ډګرونو کښې د صهیونیسټ رژيم په وړاندې مقاومت کوي د ایران د مادي ، رسندوي او سیاسي وغیره وغیره ملاتړونو قدرونه وکړه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د فلسطین په ملاتړ کولو کښې په خپل دریځ باندې د ایران د اسلامي جمهوریت په پایدارۍ باندې ټينګار سره وویل له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو عادي کول د فلسطین په ملت باندې له شا څخه د چړې ګوزار او خیانت دی.