د عربستان حقیقت پاله سیاست د سیمې په ګټه دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131526
زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل د سعودي عربستان د نرمښت د ښودلو او حقیقت پال سیاست د عربو هیوادونو او د ټولې سیمې په ګټه دی.
(last modified 2023-04-19T01:13:03+00:00 )
Apr 19, 2023 05:07 Asia/Kabul
  • د عربستان حقیقت پاله سیاست د سیمې په ګټه دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل د سعودي عربستان د نرمښت د ښودلو او حقیقت پال سیاست د عربو هیوادونو او د ټولې سیمې په ګټه دی.

د سوریې ولسمشر بشار اسد د دمشق په «الشعب» ماڼۍ کښې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په کتنه کښې په نړیوال ډګر کښې د اوسنیو بدلونونو په سیوري کښې د عربو هیوادونو ترمینځ ملګرتیا ضروري چاره وبلله چې له دغو بدلونونو د سیمې د ملتونو دګټو د تامینولو لپاره ګټه پورته کړو.

د سوریې ولسمشر بشار اسد دغه راز د خپل هیواد له خلکو د عربو هیوادونو د  ملاتړ غوښتنه وکړه چې هم حکومت او هم خلک د سوریې پرضد د جنګ له پایلو څخه ووځي او هم له داخلي ارامښت او ثبات څخه په برخوریدا سره د جولان د نیواکي ځمکو په ازادۍ تمرکز وشي.

د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان هم په دغه کتنه کښې وویل ریاض یقین لري د سوریې خلک او حکومت به په خپلې ارادې او عزم سره د جنګ له پایلو ووځي او پایداره پراختیا به عملي کړي.

هغه وویل سعودي عربستان د سوریې د خاورې د پیوستون د ساتلو او په  هیواد کښې د امنیت او د ثبات د ټینګولو لپاره د دمشق ملاتړ کوي چې د سوریې د کډوالو د بیرته ستنیدا لپاره مناسبه فضا برابره شي.

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان جوته کړه راتلونکی پړاو خپل عادي حالت ته د عربو هیوادونو او د سوریې د اړیکو بیرته ستنیدا ته اړتیا لري چې سوریه دوباره په سیمه کښې خپل رول ترلاسه کړي.