د عربستان ائتلاف د یمن د پیښې مسوول دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د لوړې انقلابي کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي د سعودي عربستان ائتلاف په صنعا کښې د ګڼې ګوڼې له کبله د یمن د یوشمیر کسانو د وژل کیدا او ژوبلیدا مسوول وباله.
هغه وویل د ګڼې ګوڼې پیښه یوه دردونکي غمیزه او نوی مصیبت او داسې بد تصویر دی چې په لومړي پړاو کښې د امریکا د انګلستان د سعودي عربستان او د دوې د متحدانو ائتلاف یې مسوول دی.
الحوثي وویل د سعودي عربستان ائتلاف د یمن خلک له تر ټولو بد نړیوال او انساني کړکیچ سره مخامخ کړي دي او په دې سربیره تاجرانو د مرستو د ویشلو لپاره په بې فکرۍ او پروګرام نه لرلو سره عمل وکړ.
بل خبر دا چې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بندیانو د چارو د ملي کمیټۍ مشر عبدالقادر المرتضی د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د تیریګر ائتلاف د اوه اویا بندیانو د خوشي کولو خبر ورکړ.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت او د سعودي عربستان د استازیو ترمینځ د سولې د خبرو اترو په چټک کیدا سره د دواړو لورو لخوا د سلګونو بندیانو مبادله او خوشي کیدا پیل شوي دي.