د فلسطین مقاومت ډلو په اسرائیلو زیات توغندي ویشتلي
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو حملو ته په ځواب کښې په نیواکي ټاټوبو کښې د اسرائیلو په هدفونو د فلسطین د مقاومت ډلو د حملو نوی پړاو پیل شو.
وړمه ورځ او پرون سهار د صهیونسټ رژیم جنګي الوتکو د فلسطین په غزې تړانګې باندې حملې وکړې چې له کبله یې د جهاد اسلامي غورځنګ د دریو نامتو قومندانانو او د څو ښځو او د ماشومانو په شمول یویشت فلسطینیان شهیدان او دوه څلویښت نور ژوبل هم شول.
د فلسطین د مقاومت ډلو ځواکونو هم څو ساعته مخکې د صهیونیسټ رژيم جنایتونو ته په خپل توغندوي ځواب کښې کابو درې سوه پنځوس توغندي په نیواکي ټاټوبو (اسرائیل) کښې په صهیونیسټ میشته ښارګیو ورویشتل.
ایرنا خبري اژانس د فلسطیني رسنیو په قول وویل د نیواکي ټاټوبو په بیلابیلو سیمو باندې د فلسطین د مقاومت ډلو په نویو حملو کښې لا قدرتمن توغندي کارول شوي او په ټولو نیواکي سیمو کښې د خطرې سایرنونه وهل شوي دي.
ویل کیږي د فلسطین مقاومت ډلو د اسرائیلو رژیم په هر ښار باندې زیات توغندي ورویشتلي دي.
د اسرائیلو په عسقلان، سدیروت ، اسدود ، تل اویو ،بئر السبع ،نیرعام ، مفلاسیم ، ناحل عور ، حولون او ریشون لتسیون سیمو کښې د خطرې سایرنونه وهل شوي.
د صهیونیسټ رژیم چارواکو تر سبا ورځې پورې د فلسطین د غزې تړانګې په شاوخوا کښې په صهیونیسټ میشته ښارګیو کښې بیړنی حالت تمدید کړ.