د غزې خلکو د بریا جشن ولمانځه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i132822-د_غزې_خلکو_د_بریا_جشن_ولمانځه
خبري سرچینو تیره شپه وویل چې د غزې خلک د فلسطین د مقاومت د ځواکونو او صهیونیسټي رژيم ترمینځ د اوربند د موافقې له اعلانیدو وروسته سړکونو ته راووتل او د بریا جشن یې ولمانځه
(last modified 2023-05-14T02:43:27+00:00 )
May 14, 2023 03:04 Asia/Kabul
  • د غزې خلکو د بریا جشن ولمانځه

خبري سرچینو تیره شپه وویل چې د غزې خلک د فلسطین د مقاومت د ځواکونو او صهیونیسټي رژيم ترمینځ د اوربند د موافقې له اعلانیدو وروسته سړکونو ته راووتل او د بریا جشن یې ولمانځه

خبري سرچینو بیګا د مصر په مینځګړیتوب له لسو بجو څخه د فلسطیني مقاومت د ځواکونو او د صهیونیسټي رژیم ترمینځ د اوربند د موافقې د کیدو او اجرا خبر ورکړ.

دا په داسې حال کښې دي چې د اوربند د موافقې له اجرا کیدو څو دقیقې مخکښې د فلسطین مقاومتي خواکونو تل ابیب او په غزه کښې صهیونیسټي ښارګي د سختو توغندوي بریدونو هدف وګرځول.

د ایرنا د خبر له مخې، د غزې خلکو په جبالیا کیمپ کښې د شعارونو په ورکولو سره د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فلسطین د مقاومت ځواکونو (د اتلانو انتقام) نومې عملیاتو د بریا جشن دلمانځه.

د لبنان په شمال کښې د «نهر البارد» په نامه د کډوالو د کیمپ اوسیدونکي هم د اوربند له اعلانیدو وروسته سړکونو ته راووتل او په غزه کښې یې د مقاومت د بریالیتوب جشن ترسره کړ.

له تیرې سه شنبې راهیسې د اسرائیلو د رژيم د پوځ جنګي الوتکو په غزې باندې ګڼې حملې وکړې چې په ځواب کښې یې د فلسطین د مقاومت ډلو «تل ابیب» او په نیواکي ټاټوبي کښې نور صهیونیسټ میشت ښارونه په توغندویو وویشتل.

د صهیونیسټي رژيم پوځ پرون ویلي وو چې فلسطیني ډلو له غزې څخه په اسرائیلو اهدافو باندې ۱ زر ۲ سوه او ۳۴ توغندي ورولي دي او د دغه رژيم پوځ هم له وروستیو بدلونونو راهیسې په غزې کښې په ۳۷۱ اهدافو حملې کړې دي.