د صهیونیسټي پوځیانوتیارسی ددوي تاوان موندنې انځورنندارې ته وړاندې کوي.
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i133076-د_صهیونیسټي_پوځیانوتیارسی_ددوي_تاوان_موندنې_انځورنندارې_ته_وړاندې_کوي.
له شماله ترجنوب پورې د بیرغ د لاریون دساتلو لپاره د صهیونیسټي رژيم تیارسی،د دوي د امنیت د ماتیدا نښه ده  او د مونږ په خاورې کې د فلسطین  ځړیدونکی بیرغ ،  د وطن دهویّت او د هغه د قانوني خاوندانو  هویّت تثبیتوي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 19, 2023 01:54 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي پوځیانوتیارسی ددوي تاوان موندنې انځورنندارې ته وړاندې کوي.

له شماله ترجنوب پورې د بیرغ د لاریون دساتلو لپاره د صهیونیسټي رژيم تیارسی،د دوي د امنیت د ماتیدا نښه ده  او د مونږ په خاورې کې د فلسطین  ځړیدونکی بیرغ ،  د وطن دهویّت او د هغه د قانوني خاوندانو  هویّت تثبیتوي.

د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر د ؛بیرغ لاریون  دامنیت د تامینولو لپاره د صهیونیسټي پوځیانو عمومی تیارسي ته په اشارې سره  ووئیل، د صهیونیسټي  پوځیانو تیاري د دوي د ناامیدۍ او تاوان موندنې انځور نندارې ته وړاندې کوي.

پرون  په عبری کال هیندارې کې  د آیار اته ویشتمه نیټه ،  هغه ورځ ده چې صهیونیسټ رژيم  ئې هر کال د بیرغ لاریون ترسره کوي.

سوا خبری سایټ راپور ورکړی، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه  پرون ناوخته د بیرغ د لاریون  دترسره کیدا په باب  د یوې اعلامیې په خپرولو سره روښانه کړه،له شماله ترجنوب پورې د بیرغ د لاریون دساتلو لپاره د صهیونیسټي رژيم تیارسی،د دوي د امنیت د ماتیدا نښه ده  او د مونږ په خاورې کې د فلسطین  ځړیدونکی بیرغ ،  د وطن دهویّت او د هغه د قانوني خاوندانو  هویّت تثبیتوي.

اسماعیل هنیه دې ته په اشارې سره چې  خداوندمتعا حق پر باطل غلب او بریالی کوي،څو باطل نابود شي، ووئیل،  له دښمن سره ډغره دوام لري او د مونږ ولس  به یوازې د خپل ټاټوبی ،قدس په ازادولو او بیرته ستونلو سره خپل حساب کتاب ختم کړي. هغه د ښارګوټو اوسیدونکو لاریون ته په اشارې سره  ټينګار وکړ، هغه څه چې اوس  د رامینځة کیدا په حال کې دي ،ددغه جنګ  ددیني اووطن د اړخونو ښودنه کوي  او  قدس دپخوانۍ کوڅې  بندول  په نیواکي قدس کې د مونږ د خلکو د تل پاتیکیدا په وړاندې د ښارګوټو داوسیدونکو  ویره  نندارې ته وړاندې کوي.

له دې مخکې د حماس غورځنګ  ځینو مشرانو  وحشي صهیونیسټي رژيم ته خبرداری ورکړی  چې  په الاقصی جومات کې دې کوم  حماقت ونه کړي ګني کلک ځواب به وویني.