صهیونیسټانو په الاقصی جومات زرګونو تیري کړي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی څه د پاسه پینځه زره صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو په تیرې مي میاشت کښې په الاقصی جومات باندې تیري کړي وو.
الاقصی جومات د بیت المقدس ښار د اسلامي او د فلسطیني هویت د اصلي بیلګې په توګه تل د قدس د نیواکګر رژیم له ورانکارو اقداماتو سره مخامخ دی.
د روان میلادي کال په تیرې مي میاشت کښې کابو پینځه زره او اته سوه څوارلسو صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو په الاقصی جومات تیري کړي وو او هلته یې بیلابیل مراسم هم ترسره کړي وو.
دا په داسې حال کښې دي چې په همدې موده کښې صهیونیسټاڼو له پنځوس کلنو کم عمر لرونکي فلسطینیانو ته په الاقصی جومات کښې د لمونځ کولو اجازه نه ده ورکړي.
په تیرې مي میاشت کښې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټانو په ترسره شویو تیریو کښې د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر ایتمار بن ګویر، د ټرانسپورټ وزیر میري ریګیو ، د پارلمان د بهرنیو چارو او د امنیت د کمیټۍ مشر یولي ادلشتاین او د پارلمان بل غړي بوعاز بیسموت هم ګډون کړی و.
د اسرائیلو نیواکګر رژیم د امریکا د بریتانیا د فرانسې د جرمني او د نورو اروپايي هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره د فلسطینیانو او د الاقصی جومات پرضد ناوړه اقداماتو او حملو ته دوام ورکړی دی.