۵۰۰۰ فلسطینیان د صهیونیسټي رژيم په اسارت کښې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i134330-۵۰۰۰_فلسطینیان_د_صهیونیسټي_رژيم_په_اسارت_کښې_دي
د فلسطین د اسیرانو مؤسسې وویل، پنځه زره فلسطینیان د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کښې دي چې په هغو کښې ۳۱ ښځې او ۱۶۰ ماشومان هم شامل دي.
(last modified 2023-06-12T23:41:29+00:00 )
Jun 13, 2023 04:06 Asia/Kabul
  • ۵۰۰۰ فلسطینیان د صهیونیسټي رژيم په اسارت کښې دي

د فلسطین د اسیرانو مؤسسې وویل، پنځه زره فلسطینیان د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کښې دي چې په هغو کښې ۳۱ ښځې او ۱۶۰ ماشومان هم شامل دي.

د شهاب نیوز د پروني خبر له مخې، د فلسطین د اسیرانو موسسې په یو رپورټ کښې د دغه خبر په اعلانولو سره زیاته کړه چې دغه ۵ زره فلسطیني اسیران د عوفر، مجدو او دامون جیلونو کښې زنداني دي.

د دغې موسسې د رپورټ له مخې، ترټولو پخواني اسیران چې د اوسلو له موافقې نه له مخکښې راهیسې په جیل کښې دي، ۲۳ تنه دي چې په هغو کښې «محمد الطوس» له ۱۹۸۵ کال راهیسې د صهیونیسټي رژيم په جیل کښې پروت دی. هم داشان ۱۱ تنه فلسطیني اسیران په ۲۰۱۱ کال کښې د وفاء الاحرار د اسیرانو د تبادلې د تړون په بهیر کښې آزاد شول خو په ۲۰۱۴ کال کښې یې دوباره ونیول.

صهیونیسټي رژيم هم داشان خپلو کورنیو ته د ۱۲ شهید شویو اسیرانو د جنازو له ورکولو هم ډډه کوي چې وروستۍ مورد یې د جهادِ اسلامي غورځنګ یو قومندان شهید خضر عدنان دی.

د فلسطیني اسیرانو د موسسې د رپوټ له مخې، د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کښې ۷۰۰ فلسطیني اسیران په ډول ډول ناروغیو اخته دي او کره طبي اړتیاؤ ته ضرورت لري او له دې ناروغه اسیرانو څخه لږترلږه ۲۴ کسان په سرطان یا کینسر اخته دي.