د سوریې په قمشلي ښار کې ۴ تنه وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i134434-د_سوریې_په_قمشلي_ښار_کې_۴_تنه_وژل_شوي_دي
د سوریې په قمشلي ښار کې په یوه موټر د برید په پایله کې څلور تنه وژل شوي دي.
(last modified 2023-06-14T21:54:25+00:00 )
Jun 15, 2023 02:18 Asia/Kabul
  • د سوریې په قمشلي ښار کې ۴ تنه وژل شوي دي

د سوریې په قمشلي ښار کې په یوه موټر د برید په پایله کې څلور تنه وژل شوي دي.

د سوریې په قمشلي ښار کې په یوه موټر د برید په پایله کې څلور تنه وژل شوي دي.

د ایرنا خبري اژانس د معلوماتو له مخې ؛ په دغه موټر کې سپاره کسان د ترکیې د لارښود توغندي یا ډرون په واسطه په نښه شوي دي.

د چارشنبې په ماښام د ترکیې جنګي الوتکو د عراق د دوحک ولایت د العمادیه سیمه په نښه کړه.

د سوریې او عراق په شمال کې د ترکیې حملې په داسې حال کې کیږي چې دمشق او بغداد په ځلونو دغه اقدام د ترکیې د نیواک یوه بیلګه بللې ده او د ترکیې د پوځ له پرله پسې حملو وروسته د سوریې او عراق په شمال کې ډیرې سیمې تصفیه شوي دي .

د یو بل خبر له مخې د قنیطره ښار په «نبیة الصخر» کلي کې د ترهګرو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

قنیطره ولایت د سوریې په جنوب لویدیځ کې د اشغال شوي فلسطین په پوله کې پروت دی او د قنیطره ښار او دمشق ترمنځ اویا کیلو متره واټن شتون لري.