د یمن وسلوال پوځ له دښمن سره مقابلې ته بشپړتیار دی
د یمن د وسلوال پوځ ویندوي ټينګار وکړ،که تیریګر هیوادونه د یمن له ټاټوبي د تلو او د کلابندۍ او یرغلونو د ختمولو په باب د ولس په حقه غوښتنو ته ځواب ورنکړي،نو له دوي سره مقابلې ته په بشپړ ډول تیار یوو.
المسیره چینل راپور ورکړ،دیمن د وسلوال ځواک ویندوي جنرال یحیی صریع په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د تیریګرو له خوا د یمن د کلابندۍ او یرغلونو د دوام په بڼه کې مونږ د رهبرس د فرمانونو د اجرا او د مځکنیو یا سمندري عملیاتو دترسره کولو لپاره د په وسلوال پوځ کې په وسلو بشپړ سنبال او تیار یوو.
د یمن د ملی نجات حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفی هم له دې مخکې وئيلي وو، اوسنی وضعیّت او د جنګ دوام دنه منلو وړ دی،ځکه دغه شان وضعیّت یوازې د دښمن په ګټه دی چې مونږ ئې هیڅکله هم نه منو.مونږ ځانونه تیار کړي دي او دښمنانو ته د دردناکو ګوزارونو او تاوانونو اړولو توان او امکانات لرو.
د یمن د لوړې سیاسی شورا م شر مهدي المشاط هم تیره اونۍ په یولړ څرګندونو کې له نیواکګرو سره د مبارزې پر دوام په ټينګار سره ، دامریکا حکوم د جنګ د دوام مسئوله بللې او او خبرداری ئې ورکړی، له خپلو موخو به هیڅکله په شا نه شو او د هیواد د بشپړ حاکمیّت د ساتلو په باب هغه که په مځکني ،سمندري یا هوائي ډګر کې وي ،هیڅکله هم معامله ونه کړو..