د سعودي عربستان ښاریز د ګاډي چابۍ تیرې کړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د سعودي عربستان یوه ښاریز د لوبې په وخت ناڅاپه د خپل ګاډي کلید یعني چابۍ تیرې کړې او دغه چابۍ د نوموړي سړيد غاړې د سااخیستلو په لاره کښې ښخې شوې چې له کبله یې د هغه د مړینې خطر ډیر زیات و.
د لیپارواسوپیک جراحۍ او سرجرۍ په وسیله د عربستان د دغه ښاریز د مرې د سا له اخیستلو لارې دغه چابۍ وویستل شوې.
ویل کیږي چې د عربستان ډاکټرانو د اینډواسکوپۍ په وسیله د دغه ښاریز د سا اخیستلو له نالۍ څخه د چابیو د ایستلو فیصله کړي وه خو کله چې معلومه شوه چې د عربستان دغه ښاریز د زړه مریض دی او دغه اینډواسکوپي د هغه لپاره خطرناکه کیدلای شي نو ډاکټرانو د لیپارواسکوپیک جراحۍ په وسیله اپریش وکړ او دغه جراحۍ بریالۍ شوه او د سړي د سا د اخیستلو له نالۍ څخه د چابیو په ایستل کیدا سره د هغه ژوند بچ شو.