اسلامي هیوادونه باید له سویډن سره اړیکې غوڅې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136070-اسلامي_هیوادونه_باید_له_سویډن_سره_اړیکې_غوڅې_کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله بیګا په سویډن کښې د قران کریم وروستیو سپکاویو ته په غبرګون کښې وویل دریځ نیونې باید د سویډن له حکومت سره د ډيپلوماټیکو اړیکو په غوڅیدا بدلې شي.
(last modified 2023-07-23T01:14:28+00:00 )
Jul 23, 2023 05:40 Asia/Kabul
  • اسلامي هیوادونه باید له سویډن سره اړیکې غوڅې کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله بیګا په سویډن کښې د قران کریم وروستیو سپکاویو ته په غبرګون کښې وویل دریځ نیونې باید د سویډن له حکومت سره د ډيپلوماټیکو اړیکو په غوڅیدا بدلې شي.

هغه په دې خبرې سره چې مونږ باید په بښنې غوښتلو ونه غولیږو وویل له سویډن څخه د خپل شارډافیرز په وربللو سره د عراق اقدام په رسمي سویه ترټولو مهم د عمل نوښت دی.

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله زیاته کړه که چیرې سویډن دغه کړچار ته دوام ورکړي د اسلام په شریعت کښې په داسې هیواد کښې راځي چې له اسلام او مسلمانانو سره په جنګ او مبارزې بوخت دی.

اسلامي هیوادونو هم د قران کریم د سپکاوي د غندلو په ترڅ کښې په خپلو هیوادونو کښې د سویډن سفیران او د نمایندګیو استازي احضار کړي دي.

ایران هم د قران کریم د سپکاوي په غندلو سره له سویډن سره خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې ختمې کړې.