لویدیځ او صهیونیسټي رژيم په سیمه کښې د ترهګرۍ ملاتړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136464-لویدیځ_او_صهیونیسټي_رژيم_په_سیمه_کښې_د_ترهګرۍ_ملاتړي_دي
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر، لویدیځ او صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د ترهګرۍ د بهیر ملاتړي وبلل
(last modified 2023-07-31T23:39:32+00:00 )
Aug 01, 2023 04:07 Asia/Kabul
  • لویدیځ او صهیونیسټي رژيم په سیمه کښې د ترهګرۍ ملاتړي دي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر، لویدیځ او صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د ترهګرۍ د بهیر ملاتړي وبلل

«مولانا فضل الرحمان» پرون په اسلام آباد کښې د ایران د سفیر "رضا امیری مقدم"  سره په ملاقات کښې وویل: استعمارګر  هیوادونه او صیهونیسټي رژيم د اسلامي هیوادونو د بې ثباته کولو هڅه کوي.

«مولانا فضل الرحمان» د وړمې ورځې د ترهګرې حملې په غندنه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو په قدرونې سره، په سیمه کښې د ایران او پاکستان په رول او او د پایدارې صلحې لپاره یې د هغوي په همفکرۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د دواړو هیوادونو صلحه او امنیت په یو بل پورې تړلی دی ځکه د ګډو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا او هم داشان د تندلاریتوب او د ترهګرۍ له بهیر سره د مقابلې لپاره باید دوه اړخیز تعاملات مضبوط شي.

په دغه ملاقات کښې د ایران سفیر امیري مقدم هم وویل: ایران هم په تیرو وختونو کښې د داسې ترهګرو حملو ترخه تجربه لرلې ده، د ایران له لوړرتبه چارواکو واخلې تر عامه خلکو پورې ۱۷ زره کسان د هغو ترهګرو په لاس شهیدان شوي چې د لویدیځ او صهیونیسټي رژيم په ملاتړ، په وسلو او سازوسامان سنبال شوي وو.