د فلسطینیانو په کېمپ کې د خپلمنځي نښتو له سره پیلېدا
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136584-د_فلسطینیانو_په_کېمپ_کې_د_خپلمنځي_نښتو_له_سره_پیلېدا
له تېرې شپې راهیسې یو ځلې بیا په لبنان کې د فلسطینیانو په کېمپ عین الحلوه کې خپلمنځې نښتې له سره پیلې شوې او د حماس غورځنګ د لبنان د حزب الله د سرمنشي سید حسن نصرالله څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.
(last modified 2023-08-03T04:50:50+00:00 )
Aug 03, 2023 09:18 Asia/Kabul
  • د فلسطینیانو په کېمپ کې د خپلمنځي نښتو له سره پیلېدا

له تېرې شپې راهیسې یو ځلې بیا په لبنان کې د فلسطینیانو په کېمپ عین الحلوه کې خپلمنځې نښتې له سره پیلې شوې او د حماس غورځنګ د لبنان د حزب الله د سرمنشي سید حسن نصرالله څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.

د لبنان په جنوب کې د عین الحلوه په کېمپ کې څه د پاسه ۶۰ فلسطینیان میشت دي، خپلمنځې نښتې له هغه وروسته، پیل شوې چي د فتح د غورځنګ یو جګپوری افسر له خپلو ساتونکو سره، د شنبې په ورځ د تندلارو له لورې ټرور شول.

وړم ورځ د لبنان د پارلمان استازی اسامه سعد په یاد کېمپ کې د اوربند خبر ورکړی وو، خو نښتې له تیرې شپې نه بیا راپیلې شوې دي، تر دې دمه په دغو نښتو کې ۸ کسان وژل شوي او ۵۰ کسان ټپیان شوې هم دي.

د حماس جګپوری غړی احمد المدلل یادونه کړې چي په دغه کېمپ کې خپلمنځي نښتې د صهیونیستانو د دسیسو د امله رامینځ ته شوي څو مقاومتي ډلې د اسرائیل د رژیم پر ځای خپل مینځ کې وجنګیږي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د لبنان د حزب الله له سرمنشي سید حسن نصرالله څخه غوښتنه کړې چي د عین الحلوه کېمپ کې د ثبات له بیا برقرارېدو سره مرسته وکړي.

ها خوا بیا د لبنان سرپرست لومړی وزیر نجیب میقاتي ویلي دي چي فوځ اجازه نه ورکوي چي لبنان د فلسطیني د ډلو خپلمنځې نښتو او غچ اخیستلو په ډګر بدل شي.