په بنګله دیش کې د ډینګي تبې سخته څپه پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137114
په بنګله دیش کې د ډینګي تبې د ناروغانو شمیر په چټکۍ سره مخ په ډیریدو دی.
(last modified 2023-08-14T09:55:21+00:00 )
Aug 14, 2023 14:24 Asia/Kabul
  • په بنګله دیش کې د ډینګي تبې سخته څپه پیل شوې

په بنګله دیش کې د ډینګي تبې د ناروغانو شمیر په چټکۍ سره مخ په ډیریدو دی.

په بنګله دیش کې د ډینګي تبې د ناروغانو شمیر په چټکۍ سره مخ په ډیریدو دی.

بنګله دېش هر کال د ډینګي تبې ناروغۍ رامنځته کیږي، خو سږ کال د مې میاشتې په شاوخوا کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر زیاتېدل د تېرو کالونو په پرتله خورا زیات دي.

د جاپان د NHK چینل د معلوماتو له مخې، د اګست په لومړیو 13 ورځو کې، په بنګله دیش کې په ډینګي ناروغۍ ۳۳ نیم زره کسان اخته شوي چې له امله یې ۱۴۷  تنه مړه شوي دي.

دغه راز په جولای میاشت کې نږدې ۴۴ زره تنه په یادې ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې ۲۰۴ تنه مړه شوي چې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله د ناروغانو په شمیر کې  ۲۸ سلنه او د مړو شویو کسانو په کچه کې ۲۳ سلنه زیاتوالی ښودل کیږي.

د بنګله دېش چارواکو په دې میاشت کې په ډینګي ناروغۍ د اخته کسانو د بې ساري ریکارډ جوړولو احتمال خبرداری هم ورکړی.

ډینګي تبه د مچیو د چیچلو له لارې لیږدول کیږي او د لوړې تبې، شدید سر درد او په عضلاتو او بندونو کې د درد لامل کیږي.

خلکو ته مشوره ورکول کیږي چې د اوږدو او تړلو لباسونو په اچولو سره له دې ناروغۍ ځان وژغوري.