په ترکیه کې د سوریې د کډوالو رسمي احصایې اعلان
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په رسمي توګه په دغه هېواد کې د سوري کډوالو شمېر تر درې میلیونو زیات وښود.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په رسمي توګه په دغه هېواد کې د سوري کډوالو شمېر تر درې میلیونو زیات وښود.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې په دغه هیواد کې په رسمي توګه ۳ میلیونه او ۳۲۱ زره سوري کډوال میشت دي ، خو د حکومت ضد سیاستوالو دغه شمېرې له لس میلیونو څخه زیاتې ښایي.
په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې د بغاوت او کورنۍ جګړې او بیا په دغه هېواد کې د داعش د فعالیتونو له پراخېدو وروسته په میلیونونو سورییان اړ شول چې خپل وطن پریږدي.
له دغو کډوالو څخه یو شمېر ترکیې ته تللي او اروپا ته د د غه کډوالو د مخنیوي له امله هر کال ترکیه د اروپایي ټولنې څخه میلیونه یورو تر لاسه کوي.