امریکا د داعش د راستنولو په تکل کښې ده
د لبنان د حزب الله عمومي منشي بیګا ماښام، د ۲۰۰۶ کال په جنګ کښې د صهیونیسټي رژيم خلاف د مقاومت د بریا د اوولسمې کلیزې په مناسبت وینا وکړه.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الله د پاکستان، سوریې او د شیراز د شاهچراغ د پيښو تسلیت ووایه او زیاته یې کړه: امریکا غواړي چې داعش ترهګره ډلګۍ په ډیرو ډګرونو کښې یوځل بیا فعالیت ته ستنه کړي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د لبنان د حزب الله عمومي منشي بیګا ماښام، د ۲۰۰۶ کال په جنګ کښې د صهیونیسټي رژيم خلاف د مقاومت د بریا د اوولسمې کلیزې په مناسبت وینا وکړه.
سید حسن نصر الله په دې خبرې سره چې په ۲۰۰۶ کال کښې په دې ورځ، د لبنان د مختلفو سیمو خلک د صهیونیسټانو ګواښونو ته بې له هیڅ پاملرنې خپلو کورونو ته ستانه شول، زیاته کړه: دا باتورانه ستنیدل زمونږ د ولس د ثبات او په دې خاورې او مقاومت باندې د پابندۍ نښه ده.
د حزب الله عمومي منشي دې ټکي ته په اشارې سره چې په دې جنګ کښې مو په خپلو سترګو د الهي ژمنو پوره کیدل ولیدل، زیاته کړه: په هر مناسبت کښې باید له هغو ټولو کسانو څخه چې د دې حماسې او معجزې په رامینځته کولو کښې یې رول درلود، پوره پوره مننه او قدرونه وکړو چې په کښې خلک، جنګیالي، پوځي ارګانونه، شهیدان، ایران، سوریې او له مقاومته ملاتړ کونکي ټول هیوادونه شامل دي.