د لویدیځې غاړې په ختیځ کې د دوه فلسطینی ځوانانو شهادت
صهیونیسټي پوځیانو د لویدیځې غاړې په ختیځ کې د عقبه جبر کمپ ته له ننوتلو وروسته دوه تنه فلسطینی ځوانان په ډزو ویشتي او شهیدان کړي دي.
صهیونیسټي پوځیانو د لویدیځې غاړې په ختیځ کې د عقبه جبر کمپ ته له ننوتلو وروسته دوه تنه فلسطینی ځوانان په ډزو ویشتي او شهیدان کړي دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی: نن سهار د لویدیځې غاړې ختیځ د عقبه جبر په کمپ کې له صهیونیسټی پوځیانو سره په نښته کې دوه فلسطینی ځوانان شهیدان شول.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې ۱۷ کلن قصی عمر الولجی او ۲۴ کلن محمد ربیع نجوم نن سهار په سختو نښتو کې د صهیونیسټی پوځیانو په ډزو وژل شوي دي.
د دغو دوو فلسطيني ځوانانو په شهادت سره د روان کال له پيله تر اوسه د فلسطيني شهيدانو شمېر ٢٢٧ تنو ته لوړ شو او له دغو کسانو څخه ١٣ تنه يوازې د همدې مياشتې په لومړۍ نيمايي کې شهيدان شول.