د فلسطین په اشغال شوي قدس کې د یوه ځوان شهادت
خبري سرچینې د صهونیستیانو له لورې په اشغال شوي قدس کې د یوه فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکوي.
خبري سرچینې د صهونیستیانو له لورې په اشغال شوي قدس کې د یوه فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکوي.
د فلطسین د اطلاعاتو مرکز د معلوماتو له مخې، دغه ځوان حمزه ابوسنینه نومیده چې دوه کاله وړاندې د صهیونیستي ځواکونو په ډزو ټپي شوی وو، نن په شهادت ورسید.
حمزه ابو سنه دوه کاله وړاندې په مسجدالاقصی کې د نښتو په ترڅ کې د صهیونیسټی پوځیانو له خوا په سترګو او سر په ګولیو ویشتل شوی وو.
په تیرو څو میاشتو کې د اردن سیند د لویدیځې غاړې په مختلفو ښارونو باندې د صهیونیسټی پوځیانو د حملو، د فلسطینیانو د نیولو او وژلو لړۍ تیزه شوې ده.
فلسطیني بنسټونو تل د فلسطین د مظلومو خلکو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
په میلیونونو فلسطینیان له لسیزو راهیسې تر پوځي شرایطو لاندې ژوند کوي او هره ورځ د خپلو اساسي حقونو د سرغړونو شاهدان دي.
نړیواله ټولنه لا هم د صهیونیسټي رژیم د اداري توقیفونو او نورو توکمپالو اقداماتو په اړه چوپه خوله ده او دا کار د فلسطین د ځمکو د دوامدارې نیواک او د فلسطینیانو له حقوقو څخه د سرغړونې لپاره شین څراغ دی.