ملګري ملتونه: په غزې تړانګې کښې ټول اسرائیلي ښارګي غیرقانوني دي
Aug 22, 2023 03:55 Asia/Kabul
نور وینسلانډ پرون د صهیونیسټي رژيم د مسئولانو له خوا د ښارګي جوړونې په پراختیا نیوکه وکړه
د مینځني ختیځ د صلحې په بهیر کښې د ملګرو ملتو ځانګړي غږملوونکي وویل: ټول ښارګي چې صهیونیسټانو په لویدیځې غاړې کښې جوړ کړي دي، غیرقانوني دي.
د الجزیره چینل د خبر له مخې، نور وینسلانډ پرون د صهیونیسټي رژيم د مسئولانو له خوا د ښارګي جوړونې په پراختیا نیوکه وکړه.
وینسلایډ وویل: ټول ښارګي چې صهیونیسټانو په لویدیځې غاړې کښې جوړ کړې دي، غیرقانوني دي او د صلحې په وړاندې خنډ ګڼل کیږي او د یو سیاسي افق په لور تګ نه کول، د خلا او تشې د رامینځته کیدو سبب شوې دي.
هغه څرګنده کړه: د اسرائیلو پوځ باید زیات نه زیات زغم وښايي. په غزې تړانګه کښې انساني وضعه هم خرابه ده او دغه سیمه د بریښنا له لوډشیډنګ سره مخامخ ده.
ټیګونه