په سوریې کې له ترهګرو د امریکایي ځواکونو اوزاري استفاده
په ملګرو ملتونو کې د سوریې دائمي استازی وویل: امریکا په سوریې او ټولې سیمې کې د خپلو پروژو او طرحونو د عملي کولو لپاره له ترهګرو څخه کار اخلي.
په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازی بسام صباغ د امنیت شورا په غونډه کې په ټینګار سره وویل: امریکا په سوریې کې د ترهګرو او بیلتون پالو ډلو په پیاوړي کولو او د هغوی په کارولو سره، د سوریې او د سیمې په اړه خپلې شومې موخې مخ ته بیایي.
صباغ زیاته کړه: د سوریې د ولس د اقتصادي او معیشتي ستونزو هوارېدا، د لوېدیځوالو د بندیزونو له ختمېدا او له سوریې څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، تړاو لري.
هغه همدارنګه په سوریې باندې د صهیونیستي رژیم بریدونو ته په اشارې سره، وویل: د اسرائیل نیواکګر رژیم په سوریې باندې باندې د خپلو بریدونو په دوام سره، د سوریې د ولس په ضد جنایت کوي او په نیواکي جولان او ټولې سیمې کې ټنشنونه زیاتوي.
هغه جوته کړه: سوریه د امنیت له شورا څخه غواړي چي د نیواکګرو سیاستونو په وړاندې خپله دنده سرته ورسوي او نیواکګر دې ځواب ویلو ته اړ باسي.
صباغ همدارنګه په سوریې کې د ترکي فوځیانو غیرقانوني حضور هم په دغه هیواد کې د ناامني او د ترهګرو د پیاوړتیا لامل وباله.