د ترکمنستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو زیاتوالی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137606-د_ترکمنستان_او_ازبکستان_ترمنځ_د_سوداګریزو_همکاریو_زیاتوالی
د روان کال له پيل راهيسې د ترکمنستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۴ سلنه زياته شوې ده.
(last modified 2023-08-25T07:13:59+00:00 )
Aug 25, 2023 11:42 Asia/Kabul
  • د ترکمنستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو زیاتوالی

د روان کال له پيل راهيسې د ترکمنستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۴ سلنه زياته شوې ده.

د روان کال له پيل راهيسې د ترکمنستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۴ سلنه زياته شوې ده.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې د ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۴۹۲.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

په دې موده کې له ترکمنستان څخه د ازبکستان واردات ۳۸۳،۳ میلیونه ډالره وو. د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ازبکستان ترکمنستان ته د ۱۰۹،۱ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

د روان کال له پیل راهیسې ترکمنستان د ازبکستان د سوداګریزو شریکانو په منځ کې نهم ځای نیولی دی.

چین، روسیه، قزاقستان، ترکیه، جنوبي کوریا، قرغزستان، جرمني او فرانسه د ازبکستان د مهمو سوداګریزو شریکانو د لیست په سر کې دي.

په وروستیو کلونو کې ازبکستان په دغه هېواد کې د انرژۍ د سرچینو مستقیم پیرود ته مخه کړې ده.

له ګاونډیو هېوادونو سره د ازبکستان د سوداګرۍ ارزښت ۹۲۶،۳ میلیونه ډالره دی چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله پنځه چنده زیات دی.