صهیونیسټي پوځیانو په لوېدیځه غاړه کې ۱۴ فلسطینیان ونیول
(last modified Mon, 28 Aug 2023 09:31:21 GMT )
Aug 28, 2023 14:01 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي پوځیانو په لوېدیځه غاړه کې ۱۴ فلسطینیان ونیول

د فلسطیني بندیانو د رسنیو ډلې نن دوشنبه اعلان وکړ چې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې نیول شوي دي.

د فلسطیني ویب پاڼې «شهاب» د راپور له مخې، صهیونیسټي پوځیانو په جنین کې د نن ورځې د برید له امله د جنین په سویل او د «دوتان» په پوسته کې دوه فلسطیني ځوانان په ډزو سره ژوبل کړل. ځايي سرچينو هم ويلي، چې اشغالګرو دغې پوستې ته څېرمه يو ټپي فلسطينی ځوان هم نيولی دی.

د دغه رپوټ له مخې دغې پوستې ته څېرمه هم د مقاومت ځواکونو له نیواکګرو سره نښته وکړه چې په ترڅ کښې یې دواړو لورو په یو بل ډزې وکړې. له هغه وروسته د صهیونیسټي پوځیانو زیات شمیر د جنین د «یعبد» ښار په شاوخوا کې ځای پر ځای شول.

د لوېدیځې غاړې پر بېلا بېلو سیمو د  صهیونیسټي پوځیانو دغه حملې په داسې حال کې کېږي چې په تېره ورځ او شپه کې د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې د  صهیونیسټانو پر ضد ۱۳ عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې دوه صهیونیسټان ژوبل شوي هم دي.

په دغو عملیاتو کې ډزې، د لاسي بمونو چاوندې، د فلسطینیانو په سیمو کې د مېشتو فلسطینیانو له تجاوزونو سره مقابله او د لوېدیځې غاړې په شپږو برخو کې له صهیونیسټي پوځیانو سره جګړه شامله وه.

د دغه راپور له مخې، دغې پوستې ته څېرمه هم د مقاومت ځواکونو له نیواکګرو سره نښته وکړه چې په ترڅ کې یې دواړو لورو په یو بل ډزې وکړې. له هغه وروسته د صهیونیسټي پوځیانو زیات شمېر د جنین د «یعبد» ښار په شاوخوا کې ځای پر ځای شول.