د فلسطین مسئله د درست اسلامی امت یوه چورلیزي موضوع ده 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137800-د_فلسطین_مسئله_د_درست_اسلامی_امت_یوه_چورلیزي_موضوع_ده
  د تیونس خارجه وزارت هم تل پر دې موضوع ټینګار کړی چې له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو  دعادي  کیدا لپاره هیڅ ګروهنه نه لري.
(last modified 2023-10-10T13:25:45+00:00 )
Aug 30, 2023 16:37 Asia/Kabul
  • د فلسطین مسئله د درست اسلامی امت یوه چورلیزي موضوع ده 

  د تیونس خارجه وزارت هم تل پر دې موضوع ټینګار کړی چې له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو  دعادي  کیدا لپاره هیڅ ګروهنه نه لري.

 

د تیونس ولسمشر قیس سعید د فلسطین مسئله  د درست اسلامی امت یوه چورلیزي موضوع وبلله او وې وئيل نیواکي ټاټوبي به  دفلسطین ولس ته بیرته ورګرځي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړی،د تیونس ولسمشر بیګا د فلسطین د ملت له آئيډیالونو څخه په دفاع سره  له صهیونیسټي رژيم سره  داړیکو له عادي کیدا سره کلک مخالفت اعلان کړ.

 له دې مخکې د تیونس پارلیمان هم اعلان کړی ؤ چې  له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادی کیدا  دجرم بللو  د قانون مسّوده ارزوي.

د تیونس د صادراتو د پراختیا او تجارتي چارو وزارت هم  د تیر کال په اګست میاشت کې   له صهیونیسټي رژيم سره په تجارتي مبادلاتو   د مشتملو ځینو ادعاګانو په غبرګون کې  د عربی اتحادئې د فیصلو په اساس  د صهیونیسټ رژيم په بایکاټولو کې پرخپلو پابندیو ټینګار کړی ؤ.

  د تیونس خارجه وزارت هم تل پر دې موضوع ټینګار کړی چې له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو  دعادي  کیدا لپاره هیڅ ګروهنه نه لري.