په رام الله کې د صهیونیسټانو پر ضد عملیات
خبری سرچینې په لویدیځه غاړه کې د رام الله ښار ته څیرمه د صهیونیسټانو پرضد عملیات اعلان کړل .
خبری سرچینې په لویدیځه غاړه کې د رام الله ښار ته څیرمه د صهیونیسټانو پرضد عملیات اعلان کړل .
صهیونیسټ رژیم هره ورځ په مختلفو پلمو د فلسطین مظلوم ولس شهیدان، ټپیان او بندیانوي چې د دغه جنایتونو په غبرګون کې د فلسطینیانو لخوا د دوی پر ضد عملیات پیل شول.
د شهاب خبری اژانس د خبر له مخې د رام الله په لویدیځ کې د بیت سیرا په سیمه کې د یو فلسطیني په بریدونو کې یو صهیونیسټی عسکر وژل شوی او پنځه نور پوځیان ټپیان شوي دي.
د دغه را پور له مخې د دوو ټپي شویو صهونیستانو روغتیایي حالات هم نازک دی.
د عملیاتو د ترسره کوونکي د برخلیک په اړه هم متضاد خبرونه ورکړل شوي دي.
په لویدیځه غاړه کښې حالات ډیر ځانګړی دی او د فلسطین جنګیالیو د هر ډول وسلو په ترلاسه کولو سره د صهیونیسټانو بې شمیره جنایتونو ته په خپلو عملیاتو سره د صهیونیسټانو او د صهیونیسټی پوځیانو په وړاندې ځواب ورکوی .
د صهیونیسټ رژیم د وروستیو احصائیو له مخې د روان کال له پیله تراوسه د فلسطینیانو په حملو کښې څه د پاسه ۳۶ اسرائیلي پوځیان او ښاریز وژل شوي دي.